یوناما او کډوالو وزارت د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړوي
دید خبرې آژانس: د ا.ا د کډوالو او راستنیدونکو وزارت او یوناما د بیرته راستنیدونکو لپاره په څلورو ولایتونو کې د څلورو میشت ځایونو د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

د یوناما یوه لوړ پوړې سلاکار د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له مسوولانو سره په کتنه کې په نږدې راتلونکي کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د راستنیوشویو کډوالو لپاره د څلورو ښارګوټو د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.
اخوا، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی، سردار احمد شکیب وايي: «موږ دا موضوعات د پاکستان له حکومت سره مطرح کړي دي څو د کډوالو ستونزې حل شي، د هغوی وضعیت د سیاسي موخو لپاره و نه کارول شي او دوی دلته په سوله ییزه او درناوي سره ژوند وکړي.»
د کډوالو د حقوقو فعال، نظر نظري وايي: «د پناه غوښتونکو ملاتړې ادارې باید په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی د وضعیت په اړه د بیلابیلو راپورونو له لارې د کډوالو د ملاتړ لپاره د ډیپلوماتیکو فشارونو څخه استفاده وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په پاکستان کې ځينو افغان کډوالو د وېزو د وخت له کموالي او لوړ لګښته شکایت کړي وو. هغوی ویلي وو چې اوس باید هره میاشت خپلې وېزې تمدید کړي.