اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

یوناما: اوس په هرات کې د عمل کولو وخت دی

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د یوناما مشر د هرات له زلزله ځپلو سیمو څخه له کتنې وروسته وویل چې د ملګرو ملتو د بشری مرستو موسسې د لومړنیو مرستو له کارکونکو څخه دی چې له زیانمنو شویو خلکو سره یې مرستې وکړې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو پرون د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې له زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه چې د زیانونو د کچې ارزونه وکړي.

یوناما وايي، وروسته له هغه چې د اکټوبر په اوومه زلزله وشوه، د ملګرو ملتونو بشري ادارو او همکارانو سمدستي د ژوند ژغورنې هڅې پیل کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل: دا یو لوی ناورین دی او اوس د عمل وخت دی. دغې زلزلې د خلکو د وژل کېدو او د هغوی د کورونو د ویجاړېدو لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو بشري سازمانونه د لومړنیو مرستو کارکونکي دي چې له زیانمنو خلکو سره یې مرسته کړې.

د یادولو وړ ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ارزونې له مخې د دغې پیښې دوه پر دریمه برخه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا