اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

یوناما افغانستان کې پر امنیتي او بشري وضعیت درې میاشتنی راپور خپور کړ

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د چنګاښ له ۱۱مې د تلې تر ۹مې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت قانون، د نجونو او ښځو حقونو، ملکي مرګ ژوبلې، د بیان ازادۍ، بدني سزاګانو او عدلي اجرااتو په اړه خپل درې ماشتني راپور خپور کړ.

د دغه راپور په یوه برخه کې هېواد کې امنیتي پېښو ته هم اشاره شوې ده.

راپور کې راغلي، دغه موده کې په کابل، ننګرهار او غور ولایتونو کې څلور امنیتي پېښې رامنځته شوي چې ۲۸ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما دغه راپور کې لیکلي: « د سپټمبر په ۲مه کابل کې د واکمنې ادارې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست مخې ته یو ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۷ ملکي وګړي و وژل شول او څه باندې ۲۹ نور ټپيان شول.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزي و ویل: « دې وروستیو کې یوناما یا ملګري ملتونه او یا د دوی استازی ریچارد بنټ د افغانستان په اړه مغرضانه راپورونه خپروي او دا د افغانستان له دننه د دوی د ناخبرۍ له امله ده.»

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځ په درېیو نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دی.

راپور کې راغلي چې، د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نوي قانون د ښځو پر وړاندې ځینې تازه بندیزونه لګولي دي.

د یوناما په راپور کې زیاته شوې: « د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې نیټې، د یوناما د بشري حقونو څانګې د خپل سرو نیونو او بندي کولو لږ تر لږه ۲۴ پېښې، د ځورونې، بد چلن او لفظي ګواښونو لږ تر لږه ۱۰ پېښې او د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د وژنې لږ تر لږه پنځه پېښې مستند کړي دي.»

که څه هم اسلامي امارت تر دې مهاله د یوناما د درې میاشتني راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي و چې د یوناما له لوري د امر باالمعروف وزارت پر کړنو نیوکه بې ځایه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا