اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
ګيله من وزیر ساه ورکړه
دید خبرې آژانس: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او شاعر ګيله من وزیر چې په اسلام اباد کې په یوه برید کې سخت ټپي شوی و، ساه ورکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نوموړي مړینه تایید کړې او ويلي يې دي، چې د درملنې لپاره يې ټول امکانات په کار اچولي و، خو پايله يې نه ورنه کړه.
د هغه د ځینو پلویانو په وینا، ګيله من وزير ٢٩ کلن و.
نوموړی د یکشنبې په ماښام (چنګاښ ١٧) په اسلام اباد کې د یوې ډلې ناپېژنده کسانو له خوا سخت ووهل شو او ټپي شو.
ګيلمن وزیر له هغه وروسته د اسلام آباد په یوه روغتون کې بستر شوی و، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی و.