اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستنړۍ

ګوټرش: د جنسیت پر بنسټ تبعیض هرڅوک ځوروي

دید خبري آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سې شنبې په ورځ (۲۰ سرطان) د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د ښځو، نجونو، نارینه وو او هلکانو ټولو ته زیان رسوي.

ګوټرش وویل: «په ښځو پانګونه د ټولو خلکو ، ټولنو او هیوادونو وده کوي».

هغه زیاته کړه: د نفوسو په نړیواله ورځ او هره ورځ له هغو نجونو سره یوو چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

د نړیوالې ټولنې له شل کلن شتون سره سره افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له لومړنیو حقونو او ژوند څخه بې برخې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا