اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

ګورډن براون: د نجونو د زده کړو مخنیوی د جنسيتي تبعیض ښکاره بڼه ده

دید خبرې آژانس: د نړیوالې زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وايي چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نجونو د زده کړې پر وړاندې درېدل د «جنسيتي تبعیض» ښکاره بڼه ده.

هغه په ​​یوه خبري غونډه کې ويلي چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه د اکتوبر په میاشت کې یوه غونډه جوړوي چې په کې به د «جنسيتي تبعیض» پر تعریف بحث وشي.

ښاغلي براون ويلي چې دا پرېکړه ښايي د اکتوبر په میاشت کې او یا هم د کال په وروستیو کې وشي او زیاته کړې يې ده «زه پوره ډاډه یم چې خلک اوس ویني چې په افغانستان کې څه روان دي.»

د نړیوالې ښوونې او روزنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نجونو په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو پر وړاندې محدودیتونه په پرله پسې توګه زیات شوي او اوس دوی نشي کولای له محرم پرته په ازاده توګه تګ راتګ وکړي. په ورته وخت کې، دوی په عامه سکتورونو کې له کار کولو څخه منع شوي او د بیان ازادي يې په عامه ډګر کې خورا محدوده شوې ده.

هغه وايي، دا ټول محدودیتونه او د نجونو ځورول په ښکاره ډول د «جنسيتي تبعيض»په بڼه خپله کړې. هغه زیاته کړه، «زه ډاډه یم چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به دا حقیقت په رسميت وپېژني.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي موجوده هڅو ته په اشارې سره وویل، «اوس د مسلمانو هېوادونو لپاره د متحد کېدو وخت دی چې د ځمکې لاندې او د ټولنې په کچه د ښوونځیو لپاره د انلاین زده کړو او همدارنګه له افغانستانه بهر تحصلي بورسونه برابر کړي».

ګورډن براون همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان په ګډون په غزه او د ټیټ عاید لرونکو او ټیټو متوسطه هېوادونو کې د زده کړو په اړه سپارښتنو ته باید جدي پاملرنه وشي.ګورډن براون: په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی د «جنسيتي تبعیض» ښکاره بڼه ده

د نړیوالې زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وايي چې د طا-لبانو تر واکمنۍ  لاندې افغانستان کې د نجونو د زده کړې پر وړاندې درېدل د «جنسيتي تبعیض» ښکاره بڼه ده.

هغه په ​​یوه خبري غونډه کې ويلي چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه د اکتوبر په میاشت کې یوه غونډه جوړوي چې په کې به د «جنسيتي تبعیض» پر تعریف بحث وشي.

ښاغلي براون ويلي چې دا پرېکړه ښايي د اکتوبر په میاشت کې او یا هم د کال په وروستیو کې وشي او زیاته کړې يې ده «زه پوره ډاډه یم چې خلک اوس ویني چې په افغانستان کې څه روان دي.»

د نړیوالې ښوونې او روزنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نجونو په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو پر وړاندې محدودیتونه په پرله پسې توګه زیات شوي او اوس دوی نشي کولای له محرم پرته په ازاده توګه تګ راتګ وکړي. په ورته وخت کې، دوی په عامه سکتورونو کې له کار کولو څخه منع شوي او د بیان ازادي يې په عامه ډګر کې خورا محدوده شوې ده.

هغه وايي، دا ټول محدودیتونه او د نجونو ځورول په ښکاره ډول د «جنسيتي تبعيض» په بڼه خپله کړې. هغه زیاته کړه، «زه ډاډه یم چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به دا حقیقت په رسميت وپېژني.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي موجوده هڅو ته په اشارې سره وویل، «اوس د مسلمانو هېوادونو لپاره د متحد کېدو وخت دی چې د ځمکې لاندې او د ټولنې په کچه د ښوونځیو لپاره د انلاین زده کړو او همدارنګه له افغانستانه بهر تحصلي بورسونه برابر کړي».

ګورډن براون همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان په ګډون په غزه او د ټیټ عاید لرونکو او ټیټو متوسطه هېوادونو کې د زده کړو په اړه سپارښتنو ته باید جدي پاملرنه وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا