اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

ګوتریش: په عمومي غونډه کې به د افغان ښځو پر وضعیت خبرې وشي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په عمومي غونډه کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۸مې غونډې په څنډه کې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش پرون وویل چې د افغان ښځو د وضعیت مسله به د هېوادونو له مشرانو سره مطرح کړي.

هغه زیاته کړه چې د افغان ښځو وضعیت «د هغه د اندېښنو په مرکز کې دی».

د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ ۷۸مه غونډه به د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په نيويارک کې تر سره شي، چې موضوع يې د نړيوال باور او پيوستون بيا رغونه او د دوامدار پرمختګ موخو ته د رسېدو لپاره د ۲۰۳۰ کال د اجنډا د پلي کولو په برخه کې د حکومتونو د اقداماتو چټکتيا ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې ملګري ملتونه نه دي توانېدلي چې د افغان مېرمنو د اساسي حقونو د تامین په برخه کې کوم مهم ګام پورته کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا