اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ګوتریش: طا-لبانو افغانې مېرمنې له ټولنې حذف کړې دي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش نن له افغان مېرمنو سره په افغانستان کې د مېرمنو د وضعیت په تړاو په ځانګړې غونډه کې ویلي دي، چې طا-لبانو په رسمي ډول افغانې مېرمنې له ټولنې څخه حذف کړې دي.

نوموړي روان وضعیت خواشینوونکی وباله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د ظلم او جنسیتي تبعیض له ژور بحران سره مخامخ دي.

هغه وویل، چې طا-لبانو په خپل نوي قانون سره سم له عامه ډګر څخه د ښځو ایستل رسمي کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان بندیزونه د اندېښنې وړ بندیزونه بللي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانې مېرمنې اوس په سیورې بدلې شوې دي، چې مجبورې دي په خاموشۍ او تیرو کې سکوت وکړي.

په دغه غونډه کې افغان مېرمنو په نماینده ګۍ اصیلا وردګ، حبیبه سرابي او فوزیه کوفي ګډون کړی دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړې وه.

انټونیو ګوتریش د طا-لبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا