اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

ګوترش: په غزه کې نږدې ۳۰۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۳۰۰ بشرپاله مرستو کارکوونکي چې دوه پر درېیمه یې د ملګرو ملتونو کارکوونکي دي، وژل شوي دي.

ګوترش رویټرز ته ويلي چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او بشرپاله مرستندويه کارکونکو د وژنې لپاره د حساب ورکولو نشتوالی «په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، چې د حماس پر وړاندې د اسرائیلو جګړه له نړیوالو بشري قوانینو څخه جدي سرغړونه او د ملکي وګړو د اغېزمن خونديتوب بشپړ نشتوالی دی.

هغه وویل: «هغه څه چې په غزه کې کیږي په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي.»

انتونيو ګوترش زياتوي: «موږ محکمې لرو؛ خو موږ ګورو چې د محکمو پرېکړو ته درناوی نه کېږي او دا په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده او جدي انعکاس ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسراٸيل د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا په غزه کې په نسل وژنې تورن شوي دي. دغه محکمې اسراٸیلو ته امر کړی چې په سمدستي توګه د غزې پر جنوبي ښار رفح چې تر برید مخکې تر یو میلیون زیاتو فلسطینیانو پناه اخیستې وه، خپل بریدونه ودروي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې هغه د اسراٸیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د حماس د تېر کال د اکتوبر په اوومه په اسراٸيلو د بریدونو څخه وروسته چې دا سازمان د اسراٸيلو ضد بولي خبرې نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي: «ما ورسره خبرې نه دي کړي؛ ځکه چې هغه زما تلیفون ته ځواب نه ورکوي. مګر زه هیڅ دلیل نلرم چې له هغه سره خبرې ونه کړم. نو که هغه نیویارک ته راشي او وغواړي چې ما وویني، زه به د هغه په ​​لیدو ډېر خوشحاله شم.»

په ملګرو ملتونو کې د اسراٸیلو سفیر ډیني ډانون رویټرز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا نتانیاهو د سږکال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د ګوترش سره د لیدو پلان لري ،  وویل چې د نتانیاهو پلان لاهم نهایی شوی نه دی.

د يادولو وړ ده، چې پر غزې د اسرائیلو له برید څخه څه باندې ۱۱ میاشتې وروسته، د غزې د تړانګې یوه لویه برخه د فلج کوونکې محاصرې او د خوراکي توکو، اوبو او درملو د بندېدو په ترڅ کې ویجاړه شوې ده.

په همدې حال کې، د اسراٸيلو پوځ ادعا کړې چې د ملکي تلفاتو د خطر د کمولو لپاره ګامونه پورته کوي او تاییدوي چې په غزه کې لږترلږه یو پر دریمه برخه فلسطینیان وسله وال دي. اسراییل په وار وار پر حماس تور لګوي چې له فلسطینیانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي. خو حماس دا ادعا ردوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۴۱ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا