اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

ګارډین: د پولیو کمپاین د طا-لب مشرانو د ځای د افشا کېدو له وېرې وځنډول شو

دید خبرې آژانس: د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین چلوونکو ګارډین ته ویلي، طا-لبانو په ټول افغانستان کې د واکسین کمپاین د مېرمنو د ګډون او امنیتي اندېښنو له امله ځنډولی دی.

د هغوی په خبره، په کندهار کې طا-لب مشران له دې وېرې چې د هغوی د استوګنې سیمې افشا نه شي او ګواښ ورته بېښ نه شي دغه کمپاین یې ځنډولی دی.

خو د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند د ماشومانو ګوزڼ د واکسین کمپاین د ځنډولو خبره نا سمه بللې وه او ویلي یې و چې: «هیڅ داسې رسمي سند نه شته، چې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین دې ځنډېدلی وي.»

خو ځینو سرچېنو تر دې وړاندې ویلي و چې طا-لبانو مېرمنې نه وې پرېښې چې د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال دې کوراکور وګرځي او په دغه کمپاین کې دې برخه واخلي.

سرچېنو دا رنګه ویلي، طا-لبانو په کابل کې د ۲۵۰ هغو مېرمنو مخه نېولې چې په دغه کمپاین کې یې برخه اخیستله.

د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین یو غړي ګارډین ته منلې، چې طا-لبانو د یو لړ امنیتي اندېښنو او په کمپاین کې د ښځو د ګدون له امله دغه کمپاین «په‌ موقتي ډول» ځنډولی دی.

دغې سرچېنې ویلي: «دا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین لپاره یو ډېر بد خبر دی. د دې لپاره چې د دغې ناروغۍ جرړې وباسو، په کار ده چې ۹۵ سلنه ماشومان دوه ځلې د دغې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.»

دغه چارواکي دا رنګه ویلي:« پرته له دې چې موږ کور په کور واکسین وکړو، نه شو کولای په دې برخه کې خپلې موخې تر لاسه کړو.»

نوموړي اندېښنه وشوده، چې «د واکسیناسیون د کمپاین ځندول، ټول هېواد او ان د سیمې هېوادونه ګواښولی شي.»

هغه وايي، د کندهار ولایت چې د طا-لب مشرانو اصلي ټاټوبی دی، هغوی دا اندېښنې لري چې ګواکې د کمپاین پر مهال به د هغوی استوګنځایونه د بهرنیو ګواښونو سره مخامخ شي.

د راپورونو له مخې، ځینو استخباراتي کړیو د ترهګرو د پټنځایونو په موندلو له هغې ډلې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن استوګنځای د همدغو کمپاینونو له لارې پېژندل شوی و.

په کندهار کې د روغتیا د برخې یو کارکوونکي وویل، چې تر دې وړاندې هم په هغه ولایت کوراکور واکسین کول منعه شوي وو.

هغه وايي:« په کندهار او د ارزګان په ځینو سیمو کې له کلونو راهیسې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین یوازې په جوماتونو کې ترسره کېږي.»

روان کال په افغانستان کې د ګوزڼ د ۱۸ مثبتو پېښو له ډلې ۱۱ یې په کندهار کې ثبتې شوې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ګوزڼ ناروغۍ پېښې په کې لېدل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا