اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ګارډین: د ط-البانو واکمني افغان ښځو کرامت ته سپکاوی کوونکی ګوزار دی

دید خبرې آژانس: ګارډین د افغانستان جنسيتي تبعيض”طا-لبان مه زړور کوٸ” تر سرليك لاندې په یوه سرلیکنه کې ليکلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو واکمني په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونو او وقار ته «ظالمانه او سپکاوى کوونکى» ګذار دى.

په دې سرليکنه کې طا-لبان همدا راز په هېواد کې د ښځو او نجونو لپاره «یو موجود ګواښ» بلل شوى دى.

ګارډین همداراز لیکلي چې ښځې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې له ازادۍ، عزت او ژوند څخه بې برخې دي او نړیواله ټولنه باید د دوی غوښتنو ته پام وکړي.

دغه نړیوالې رسنۍ د طا-لبانو له خوا له ژوند څخه د ښځو حذفونه او د «کورنیو د مشرانو په توګه په بدو نارینه وو» باندې د ښځو تکیه د طا-لبانو لخوا د ښځو د تباهۍ لپاره د اغیزمنو غوارويو په توګه یاده کړه.

په دې سرليکنه کې راغلي:« تر دې هم بده دا چې افغان ښځې او نجونې نه یوازې د طا-لبانو له خوا ځورول کیږي؛ بلکې د هغه چا لخوا(نړۍ) هم مایوسه شوې چې د دوی د ملاتړ ژمنه یې کړې وه.»

ګارډین وايي، د طا-لبانو لخوا په مرستندویه ادارو کې د ښځو په کار کولو بندیز په دې معنا دی چې په افغانستان کې ډیرې ښځې د جنسیت د جلاوالي له امله مرستو ته لاسرسی نه شي موندلی.

ګارډین همداراز پر نړۍ غږ کړی چې د افغانستان د راتلونکي په اړه په بحثونو کې ښځو ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او واک ته له رسېدو راهیسې یې په کورنیو ادارو کې د دوى کار محدود کړی دی.

طا-لبانو پر افغانستان د بيا واک ته د رسېدو راهيسې ، د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې د کارپوهانو په وینا په هېواد کې یې پر بشري فعالیتونو مستقیمه اغېزه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا