اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

ګارډین: د طا-لبانو د بیارغونې پروګرام په پایله کې زرګونه کسان بې کوره شوي

دید خبرې آژانس: د ګارډین ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې راغلي، چې د طا-لبانو له‌خوا د کابل د عصري کولو په پلمه زرګونه کسان زیانمن شوي.

دغې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې د طا-لبانو له‌خوا د زرګونو کورونو ویجاړول «توکمیزه انګېزه» لري.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، درې کاله وړاندې کله چې طا-لبان واک ته ورسېدل سمدستي یې په کابل کې د بیارغونې پراخ کمپاین پیل کړ، دوی ادعا وکړه چې د افغانستان د تاریخي پلازمینې عصري کولو ته اړتیا ده.

ګارډین ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې د سپوږمکۍ، د ټولنیزو رسنیو انځورونو او د شاهدانو په کارولو سره، د دوی پلټنې ښیي چې د افغانستان په پلازمینه کې کورونه ویجاړ شوي او په زرګونه کسان بې کوره شوي دي.

د سپوږمکۍ تحلیل ښیي، چې د ښار ۱،۵۶ کیلومتره مربع ځمکه (۳۸۵ جریبه) د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه بیا د ۲۰۲۴ کال تر اګسټ میاشتې پورې ټولې ودانۍ او هرڅه صاف کړل شوي دي.

د ګارډین ورځپاڼې څېړنه ښيي، چې د طا-لبانو له لوري د ودانیو له منځه وړل «توکمیزه انګېزه» لري.

د سپوږمکۍ د تحلیل له مخې، د کابل په شپږو ناحیو کې ۵۰۰۰۰ متره مربع (۱۲جریبه) د استوګنې ملکیتونه ویجاړ شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو شپږو ناحیو کې چې د عامو خلکو ملکیتونه په کې ویجاړ شوي دي، درې یې د هزاره توکمو او دوه یې تاجیک مېشتې سیمې دي.

د راپور له مخې، د استوګنې د ملکیتونو د ویجاړولو په دغه بهیر کې تر ټوله زیانمنه شوې سیمه کې ۱۳ ناحیه ده او په دغه سیمه کې اکثریت هزاره ټبري اوسېږي.

په دغه راپور کې د «نا رسمي مېشت ځایونو» په اړه هم څېړنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د جګړې او اقلیمي بدلون له امله د بې‌ځایه شویو کسانو استوګنې په دومره وحشت له منځه وړل شوي، چې د طا-لبانو له‌خوا د استوګنو د ویجاړولو پر مهال د خلکو د ټپي کېدو او وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د دوو سیمو اوسېدونکي ادعا کوي، چې کورونه یې په داسې حال کې ویجاړ شوي چې د کورنۍ غړي یې په کور کې دننه وو.

د کابل ښار د ۲۲مې ناحیي څخه د شړل شوې کورنۍ غړي ادعا کوي، چې یو څلور کلن ماشوم او ۱۵ کلن ځوان یې د کور د ویجاړولو پر مهال وژل شوي دي.

د دغې سیمې یو اوسېدونکي چې له پاکستانه د بې ځایه کېدو وروسته د یوې لسیزې راهیسې دلته اوسېږي وویل:« ښځو، ماشومانو او بوډاګانو دوی ته زارۍ کولې چې د یوې سرپناه تر لاسه کېدو د دوی مېنه مه ویجاړوئ؛ خو طالبانو زمو غږ وا نه ورېد.»

دغه کس ادعا کړې، چې د اوړي په ګرمۍ کې يې د کور له ورانېدو وروسته د سرپناه د نشتوالي له امله يې ځوانه خورزه هم مړه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، هغو کسانو چې د طا-لبانو له‌خوا د دوی د سرپناه د ویجاړېدو پر مهال عکس او ویډیو اخیستل د طا-لبانو له لوري وهل شوي، ډبول شوي دي.

طا-لبانو د ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې د کابل ښار په شمال کې د غیر نقشه استوګنیزو سیمو د ویجاړولو انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړل، چې د بلډوزرو په وسیله یې سیمه پاکوله.

د سیمې اوسېدونکي د دغه ویجاړۍ او نا امیدۍ د صحنو په بیان سره وویل:« دا یوه داسې صحنه وه، لکه په هرات کې چې زلزله وشوه او سلګونه کسان یې ووژل.»

د دغې سیمې یو عیني شاهد وايي:« زما د ورور زوی راغی او چیغې یې کړې، چې مور او ورور یې په کور کې دننه دي او بلډوزر ورباندې کور نړوي.»

ویل کېږي، چې د سړکونو د جوړولو او پراخولو په موخه د استوګنې ډېرې سیمې ویجاړېږي.

د ښاري پلان جوړونکي انجنیر فخرالله سروري چې له پخواني افغان حکومت سره یې کار کړی دی ګارډین ته وویل:« ډېری دغه پلانونه د پخواني حکومت د پلانونو برخه وه؛ خو عملي نه شول، ځکه چې هغو نه شو کولای خلک له سیمې څخه په زور وتلو ته اړ کړي.»

سروري زیاته کړه:« موږ ښه تحرک ته اړتیا لرو؛ خو دې ته په پام سره چې د هېواد ډېری وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د پراخو سړکونو د جوړولو لپاره د کورونو ورانول اساسي ستونزې نه حل کوي.»

د بشري حقونو ډلې هم وايي، چې له کورونو څخه د کورنیو تر شړلو وروسته ښځې ډېرې زیانمنې شوې دي او دوی خبرداری ورکوي چې دا د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالي لامل کېدای شي.

یوې مېرمنې له زن ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې نوموړې د خلکو د کورونو د پاکولو په برخه کې کار کوي او د ورځې له یو څخه تر درېیو ډالرو پورې عاید تر لاسه کوي، کور یې د کابل په شمال کې نړول شوی دی او هڅه کوي، چې له طالبانو څخه د خپل کور د نړیدو تاوان واخلي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت د قانون له مخې، نوموړې ته له نارینه پرته د کابل ښاروالۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

په دغه راپور کې له یوې بلې ښځې سره چې په همدغه سیمه کې یې کور د طالبانو له لوري ویجاړ شوی دی خبرې شوې، هغه وايي، اوس د طالبانو د بندیزونو له امله کار نه شي کولای. د خسارې څخه محرومه، د هغې کورنۍ باید یوازې د خپل مېړه چې بوټ ګنډونکی دی په لږ عاید تکیه وکړي.

د ۱۲ شړل شویو کسانو څخه چې د څېړنې لپاره ورسره مرکې شوې، یوازې یو یې توانېدلی چې دایمي کور پیدا کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، وېره يې د کورونو د ړنګېدو پر وړاندې لاريونونو ته نه پرېږدي.

یوې ښځې چې ۴۰ کلن کور یې د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې ونړول شو، وايي:«په لومړي سر کې دوی موږ ته وویل، چې موږ ته به تاوان راکوي او موږ به نه بې کوره کوي؛ خو کله چې کورونه ونړول شول، هیچا زموږ خبره ونه واورېدله.»

دا ویجاړول څو میاشتې وروسته له هغې کېږي، چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د خوراکي توکو د پراخې ناامنۍ او په هېواد کې دننه د ۶،۳ مېلیونه خلکو بې ځایه کېدو له امله د افغانستان اقتصاد “بنسټیز سقوط” کړی.

په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ چارواکو د دغو موندنو په اړه څه نه دي ویلي.

دوی وړاندې د غیر نقشه‌یي مېشت ځایونو ویجاړول د «موقع پرستانو او غصب کونکو» له‌خوا د غصب شوې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو په توګه توجیه کړي دي.

طالبان وايي، چې د استوګنې سیمې اکثره د زیربنایي پروژو لپاره تخریبېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا