اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ګاردین: دا/عش افغانستان ته د بریدونو د زده کړې لپاره سفر کوي

دید خبرې آژانس: سنډى ګارډین راپور ورکړی چې د دا/عش خراسان نوي ګمارل شوي غړي په ځانګړې توګه هغه کسان چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو وګړي دي، د روزنې او د بریدونو د څرنګوالي د زده کړې لپاره افغانستان ته ځي.

که څه هم، طا-لبانو په افغانستان کې د دا/عش خراسان او نورو ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

خو د سنډى ګارډین په راپور کې راغلي: « د دا/عش  خراسان ډلې د عملیاتو پراخول یوازې په مستقیمو بریدونو پورې محدود نه دي.

دې ډلې په بیلابیلو سیمو کې د اسانتياوو چمتوکونکو او ملاتړ کونکو شبکې رامنځته کولو باندې هم تمرکز کړی دی. په دې شبکه کې د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او نورو سیمو څخه د بهرنیو جنګیالیو ګمارنه او روزنه شامله ده.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو اتباع چې په کې تاجک او ازبکان هم شامل دي، په ځانګړې توګه د دغې ډلې له خوا په نښه شوي دي. ځینې یې مخکې له دې چې خپلو هېوادونو ته راستانه شي یا نورو سیمو ته د بریدونو لپاره لاړ شي،

سنډى ګارډین همداراز ویلي، چې دغې ډلې خپل تمرکز له افغانستانه «لویو نړیوالو اهدافو» ته اړولی دی.

راپور کې ویل شوي، داعش هم په زیاتېدونکي توګه ډیجیټل اسعارو او «آنلاین» تادیاتو جوړښتونه کاروي.

په دغع راپور کې راغلي، چې داعش هڅه کوي په هند کې خپل شتوت زیات کړي.هغه ځاى کې پروپاګند خپروي چې موخه یې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی زیاتول دي او هڅه کوي چې یوازې د ځایي مرستندویانو له لارې خلک وګماري.

سنډى ګارډین دا هم وايي چې د داعش وروستیو فعالیتونو په اړه  موندنو د نړۍ د امنیتي ادارو ترمنځ اندېښنې راپارولي دي.

دغع رسنۍ ويلي، چې د دې ډلې د لور بدلون د ٢٠٢٢کال د مارچ په ٢٢مه په مسکو کې د «ترهګرۍ» لوی برید څخه څرګندېږي چې ١٤٥ کسان یې ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل. دا برید پخپلو اډو د داعش د بريد په وړتیا ټينګار کوي او هغه مخ په زیاتېدونکي ګواښ په ګوته کوي چې نړیوال امنیت ته پېښېدونکى دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت د څار ادارې ویلي، داعش خراسان په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ٦ بريدونم کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا