اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانان

کیمیا یوسفي: د پاریس په المپیک کې د افغان نجونو او ښځو استازيتوب کوم

دید خبرې آژانس: افغان ښځینه ځغاستوونکي کیمیا یوسفي د درېیم ځل لپاره په المپیک سیالیو کې ګډون کړی، نوموړې وايي، د پاریس المپیک لوبو کې د افغان نجونو او ښځو استازیتوب کوي.

کیمیا یوسفي د افغانستان د ځغاستوونکو ملي لوبډلې لوبغاړې ده.

دغه افغانه ځغاستوونکې د درېیم ځل لپاره په المپیک سیالیو کې ګډون کوي.

کیمیا یوسفي وايي، د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیک سیالیو کې د افغان نجونو او ښځو استازې ده.

نوموړې وايي: «په دې سیالیو کې زما شتون زما له هیلو څخه دی، خو زه دې برخې ته ډیره پاملرنه نه کوم، زه دلته د افغان نجونو او ښځو استازې یم او دا ماته د یو مسوولیت احساس راکوي.»

نوموړې خوښه ده چې په المپیک لوبو کې یې ګډون کړی دی او وايي، دا یو لوی مسوولیت دی او له خپلو هیلو څخه ورته دا مسوولیت ډیر مهم دی.

د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب فهیم انوري د لامبو وهلو، کیمیا یوسفي د ځغاستې (ښځینه ځغاستوونکو)، محمد صمیم فیض زاده د جودو، فریبا هاشمي د بایسکل ځغلوني، شاهم محمد نورزی د ځغاستې (نارینه ځغاستوونکو) او یولدوز هاشمي د بایسکل ځغلونې (ښځینه بایسکل ځغلوونکو) په برخه کې شپږو لوبغاړوګډون کړی دی.

همدارنګه پنځه نورو افغان لوبغاړو د کډوالو په نړيواله کمیټه کې ګډون کړی دی، چې په دې سره په پاریس المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو شمیر ۱۱ تنو ته رسیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا