افغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

که پاکستان له افغانستان سره دوستي کول غواړي 

اسلام آباد – د پاکستان د عوامي نشنل ګوند غړي او پخواني سناتور افراسياب خټک نېشن ورځپاڼې ته په يوه ليکنه کې ويلي، که پاکستان له افغانستان سره دوستي کول غواړي، نو د طالبانو پر مټ د افغانستان د کنټرولولو خوب دې هېر کړي. خټک ويلي، په افغانستان کې د ستونزو لامل، په دې هېواد کې د پاکستان او ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې دي.

د افراسياب خټک په خبره د افغانستان يو شمېر په اصطلاح مسلمانو ګاونډيانو، په ځانګړي ډول پاکستان، له افغانستان سره د خپلې تاريخي دښمنۍ د پاللو پوره هڅه کړې ده. په ليکنه کې د افغانستان کورنيو ستونزو او نيمګړتياوو ته هم اشاره شوې او ويل شوي، چې بهرنيو عواملو د افغانستان د کورنيو ستونزو د هوارولو چاره له خنډ سره مخ کړې ده.

افراسياب خټک ويلي، چې يو شمېر افريقايي هېوادونه هم کټ مټ د افغانستان په څېر کورنۍ ستونزې لري، خو دا چې بهرنيان يې په چارو کې لاسوهنه نه کوي، ستونزې يې د افغانستان په پرتله ډيرې کمې دي.

د خټک په ليکنه کې د افغانستان او هند اړيکو ته هم اشاره شوې او ويلي يې دي، چې له هند سره بهترينې اړيکې د افغانستان حق دی او دا اړيکې بايد د هند او پاکستان له رقابتونو څخه اغېزمنې نه شي. افراسياب خټک ويلي، پاکستان بايد ترهګري د بهرنيو سياستونو د پليتابه د وسيلې په توګه و نه کاروي. ده ويلي له افغانستان سره دوستي يوازې هغه مهال شونې ده، چې پاکستان د طالبانو پر مټ د کابل د کنټرولولو هيله له سره وباسي. د افراسياب خټک په باور، په کومه ورځ چې پاکستان افغانستان د يوه خپلواک او مقتدر هېواد په توګه وپېژني، په هغه ورځ به د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې جدي تغير ننداره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا