اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند:

که زه وګټم، د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان ته به یوه روپۍ هم نه ورکوم

دید خبری آژانس: د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو کاندیدې نیکي هیلي ویلي دي چې که هغه په ​​دغه هیواد کې د راتلونکي کال انتخابات وګټي نو ترهګرو ته به یوه روپۍ هم ورنکړي.

اغلې هیلي له «واشنګټن فریبیکن» سره په مرکه کې د طا-لبانو پر وړاندې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن د ادارې پر سیاستونو سختې نیوکې کړې دي.

هغه وویل چې بایډن له افغانستان څخه د هغه له «ناوړه وتلو» څخه دوه کاله وروسته د امریکايي مالیه ورکونکو پیسو د طا-لبانو جیبونو ته اچولو ته دوام ورکوي.

د جمهوري ریاست کاندید زیاته کړه چې طا-لبان «یو تروریستي رژیم دی چې زموږ سرتیري وژني او خپل خلک شکنجه کوي».

هغه ټینګار وکړ: کله چې زه ولسمشر یم، موږ به تروریستانو او هغو هیوادونو ته چې له امریکا څخه کرکه لري، یوه روپۍ/سینټ نه لیږو.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو شمېر نورو کاندیدانو هم د افغانستان په اړه د بایډن د حکومت پر سیاستونو او له دغه هېواد څخه د خلکو د ایستلو د بهیر پر مدیریت انتقاد کړی دی.

پخوانی ولسمشر او د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د طا-لبانو واک ته د رسېدو مسوول بایډن بللی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د امریکا حکومت له هغه وخت راهیسې چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړی، له دغه هېواد سره ۲.۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې او په دې برخه کې هیڅ ډول شفافیت نشته.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال هم «د امریکا د مالیه ورکونکو د پیسو د طا-لبانو جیبونو ته اچول» د کرکې وړ وبلل.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا