اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

کندهار کې یوه مېرمنه په مرموز ډول وژل شوې دي

دید خبرې آژانس: سرچینې په کندهار ولایت کې وايي چې يوه مېرمنه په مرموز ډول وژل شوې او يو بل ځوان ځان وژنه کړې.

ویل کیږی په یوه بله پیښه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې يو ځوان د بې کارۍ او مجبوريت له کبله ځان وژنه کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې تېره ورځ د همدې ولسوالۍ د کمېسارۍ شاته یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې وه.

چې د حکمت الله په نوم دغه شل کلن ځوان اصلي د ژړۍ ولسوالۍ د سنګيسار سېمې اوسېدونکی و.

د معلوماتو له مخې؛ نوموړی په بولدک ولسوالۍ کې د خپلي خور په کور کې اوسېده او دلته يې کار کوه.

د حکمت الله په نوم دغه ځوان نن سهار په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړ کړی دی.

په بولدک ولسوالۍ کې د طا-لبانو امنيه قوماندانۍ پېښه تايید کړې او ويلي يې دي، چې پر دې ځوان د نورو کسانو قرضونه پورې وو او نن يې ځان زندۍ کړی.

طا-لبانو په خپله اعلاميه کې ويلي: « پر دې ځوان د خلکو پېسې باندې وې، چې پوروړي يې کور ته ورغلي او ده د پېسو د نه درلودلو له کبله يې ځان مړ کړی.»

سرچینه زياتوي، چې یوه ورځ وړاندي په همدې ولسوالۍ کې د زرمينې په نوم د يوې ښځې جسد پېدا شوی، چې په مرموز ډول وژل شوې وه.

په کندهار کې ځايي طا-لبان د وژل شوې ښځې په اړه معلومات نه ورکوي او وايي، چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

د طا-لبانو تر واک لاندې بې کاري او لوږه ډېره شوې او خلک يې له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.

پر طا-لبانو نيوکه کيږي، چې په ډېرو دولتي ادارو کې خپلو جنګياليو ته دندې ورکوي او په ډېرو برخو کې يې «جنګ او ديني زده کړې» د دندو ترلاسه کولو معيار ټاکلی دی.

ډېر کارپوهان په دې بارو دي؛ که د طا-لبانو حکومت په افغانستان کې د بې روزګارۍ ستونزه حل نه کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، ډيري «ترهګري او جنایتکاري ډلې لکه دا/عش» په ډېرې اسانۍ سره به دغه ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا