اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

کندهار کې د طا-لبانو پېغورونو د ښځینه کارکوونکو د کار پروړاندې خنډونه پېدا کړي

دید خبرې آژانس: له کندهار څخه سرچينې وايي، چې د امربالمعروف ادارې پيغورونو د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کورنۍ دې ته اړ کړې، چې هغوی له روغتيايي مرکزونو څخه د کار کولو را وګرځوي.

امربالمعروف ادارې ټولو ښځينه روغتياپالانو ته امر کړی، چې ولسوالیو ته د تګ پر مهال د محرم ترڅنګ د دوی امر درلودل مهم دي.

د کندهار په ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکو ته د طا-لبانو له خوا د لګول شويو محدودیتونو له مخې دوی مجبورې دي، چې له ځان سره محرم ولري.

د کندهار څخه سرچینو وایی چې امربالمعروف ادارې ښځينه روغتياپالانې مجبورې کړي، چې ولسواليو ته د تګ پرمهال باید «کارکوونکې او محرم» د عامي روغتيا او امربالمعروف ادارو تاييد او امر له ځان سره ولري.

مخکې به د ښځيه روغتايي کارکوونکو د کورنۍ غړو ته د تګ لپاره يوازي د روغتیا ریاست کارډ ورکول کېده.

اوس د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کورنۍ وايي، چې د امربالمعروف ادارې څخه د امر اخیستلو پر مهال ورته «سپک الفاظ او له کوره د ښځو د وتلو پېغورنه» ورکول کيږي.

په کندهار کې د یوې ښځینه روغتیایي کارکوونکې محرم، چې نه غواړي نوم یې خپور شي  وایی چې د امربالمعروف ادارې څخه د محرم د امر اخیسلو پرمهال د دغې ادارې مشر د پېغور په ډول ورته ويلي: «ولې دې ښځه په کور کې نه شې ساتلای؟ که مېړه نه لري، موږ به مرسته درسره وکړو.»

د نوموړي په خبره، چې د ادارې مشر دا هم ورته ويلي: «پښتون یې، لږه حیا او شرم ولره.»

یو بل کس، چې د خپلې مېرمنې لپاره د محرم په توګه د کارډ اخیستلو لپاره دغه ادارې ته ورغلی وايي، چې د امربالعمروف مشر ورته ويلي: «په بهرنیو موسساتو کې نارینه او ښځینه کالي غورځوي او هر څه چې زړه یې غواړي کوي يې، تاسو خو لږ حیا وکړئ، څنګه دې ډول ماحول ته خپلې ښځې لیږئ؟»

د کندهار په عامي روغتيا رياست کې يوه سرچينه وايي، چې د کندهار د امر بالمعروف ادارې مشر په یوه عام مجلس کې وويل: «دا (چوریانې) تاسو ولې موسساتو ته معرفي کوئ؟»

چوري د پاکستان په کلیوالو سیمو کې نجلۍ ته ویل کېږي.

د دې محدوديتونو سره اندېښنې زياتي شوي، چې ډېری کورنۍ به د خپل کور ښځينه روغتيايي غړي له ښار څخه د باندي په ولسواليو کې له کار کولو را ورګرځوي.

دا کار په ولسواليو کې ښځينه روغتيايي چوپړونه لا محدود کړي او ور سره به د ښځو او ماشومانو روغتيا ته جدي ګواښ پېدا کړي.

دم ګړي د کندهار په اکثره ولسوالیو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکي نه شته او ان ډېرې مېرمنې د زيږون لپاره د کندهار مرکزي روغتون ته وړل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا