اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

کندهار کې د سمنټو د کارخونې چارې ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي

د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د سل میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پر سل جریبه ځمکه د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، دغه کارخونه به د تخنیکي وسایلو نصبولو سره تر راتلونکو شپږو میاشتو د سمنټو تولید پیل کړي، چې په لومړي پړاو کې به په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او وروسته به دغه کچه پنځه زره ټنو ته پورته شي.

د کارخونې مدير، عبدالباري ولي زاده و ویل: « د دې کارخونی رغنيزي چاری ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي؛ اوس يې يوازې د تخنيکي توکو د نصب بهير روان دی، چې تر راتلونکو شپږو مياشتو به فعالیت پیل کړي.»

د کارخونې د رغنيز خونديتوب مسوول، عبدالقاهر و ویل:« د اوس لپاره موږ تر ۳۰ زره ګونيو پوري سمنټ توليدولای شو.»

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې د مسوولینو په خبره، دغه راز پانګونې کولای شي چې په رغنيزه برخه کې هېواد بسیا کړي.

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې رییس، سيد سرور اماني و ویل: « راتلونکي کې به نه يوازي دا چې سويلي حوزه به د سمنټ له اړخه پر ځان بسيا شي، بلکي موږ به د هېواد نورو برخو او سيمو ته هم صادرات ولرو او په دې سره به له بهره د سمنټو واردات کم شي.»

د سیمټو دغې توليدي کارخونې د فعالیت له پیل سره به دوه زره تنو ته کاري زمینې هم برابرې شي. 

دلته پر کار بوخت ځینې کارګر له اړونده مسوولینو په کور دننه د لازیاتو کاري زمینو د برابرېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

کندهار کې کارګر، بصیر احمد و ویل: «دا ډول پانګونې خورا ګټورې دي د خلکو لپاره، یاني بیکاري او بې وزلي کموالی شي.»

بل کارګر، نور الرحمان و ویل: « دلته زما په څېر زيات کارګر کار کوي او زما غوښتنه له پانګوالو دا ده چې دا ډول بنسټيزې پانګونې وکړي، ترڅو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.»

د سیمه‌ییزو مسوولينو د مالوماتو پربنسټ، په دې وروستیو کې په کندهار کې د رغنیزې برخې سربېره د حيواني دانې، غوړيو او اوړو څو نورو توليدی کارخونو هم فعالیت پیل کړی، چې د کورنیو توليداتو پياوړتیا ترڅنګ يې ګڼو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا