اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانان

کرېکټ نړیوال جام: افغان لوبډلې له وېسټ انډیز څخه ماته وخوړه

دید خبرې آژانس: د افغانستان کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو د لومړي پړاو په ترڅ کې خپله وروستۍ لوبه سیالې وېسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو په توپیر وبایلله.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دا لومړی ځل دی چې افغان اتلان په وروستۍ لوبه کې له ماتې سره مخامخېږي.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې نن د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې په خپله وروستۍ لوبه کې له وېسټ انډیز سره لوبه پیل کړې.

افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

وېسټ انډیز لوبډلې د افغان اتلانو پر وړاندې ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۲۱۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې دغه هدف پوره نه کړای شو.

د افغان لوبډلې په ګټه ګلبدین نایب ۲، نوین الحق او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

لومړۍ ویکټه د عظمت الله عمرزي په نوم ثبت شوه او د سیالې لوبډلې لومړی توپوهونکی یې له ډګره بهر کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په نړیوالو سیالیو کې ۳۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

نوموړي په خپله ۸۷مه پاڼۍ کې د ۶ سلیزو او ۱۸ نیمه سلیزو پر مټ د ۳۸.۹۰ منډو په اوسط سره ۳۰۰۰ منډې پوره کړې او ۷م افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

په لومړۍ توپ اچونه کې ګلبدین نایب په نړیوالو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې.

نوموړي په ۱۱۷ پاڼیو کې د توپ اچونې له ۳۲،۱۶ اوسط‌سره ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې او پّ ټوله کې پنځم افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهوننکی رحمن الله ګربز د افغانستان لپاره سلمه نړیواله لوبه کوي او تر دې مهاله یې یوه ټېسټ، ۴۰ یو ورځنۍ او ۹۵ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي.

نوموړي په پوره ۱۰۰ پاڼیو کې د ۷ سلیزو او ۱۴ نیمه‌سلیزو پر مټ د ۳۰،۹۱ منډو په اوسط‌سره ۳۰۶۱ منډې جوړې کړې دي.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ای سي سي نارینه وو شل اوریز نړیوال جام ګروپ سیالیو په لړ کې د (جون ۱۴) له پاپوا نیو ګیني (پي این جي) کرېکټ لوبډلې سره لوبه کې بریا خپله کړه او دې سره یې رسما د اتو غوره لوبډلو یا سوپر اېټ پړاو ته لار وموندله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا