اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

کریسټوفر ډوناهو امریکايي سرتېری څلور ستوریز جنرال شو

دید خبرې آژانس: د امریکا مشرانو جرګې د کریسټوفر ډوناهو په نوم د هغه امریکايي سرتېري لپاره چې له افغانستانه وروستی ووت، ترفیع تصویب کړه.

ډوناهو چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له پرځېدو وروسته د امریکا د وتلو څارنه کوله، د څلور ستوري جنرال رتبه ترلاسه کړه.

د امریکا مشرانو جرګې د دوشنبې په ورځ د (لېندۍ ۱۲مه) د شاوخوا لسو ورځو ځنډ وروسته د کریسټوفر ډوناهو ترفیع د رایو په اکثریت تصویب کړه.

مخکې پولیټیکو راپور ورکړی و، چې د کریسټوفر ډوناهو نوم د هغه زرګونو افسرانو او سرتېرو په لېست کې و چې د سنا د وسله‌والو خدماتو کمیټې د پرمختګ لپاره یې تصویب کړی و؛ خو یوولس ورځې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د هغه نوم له دغه لېست څخه واېستل شو او د هغه ترفیع وځنډول شوه.

دغه امریکايي جنرال د امریکا د ولسمشر جوبایډن له‌خوا سنا ته وړاندیز شوی و، چې په اروپا او افریقا کې د امریکا د پوځ مشري وکړي او د څلور ستوري جنرال رتبه ترلاسه کړي.

د نوموړي ترفیع د یوولسو ورځو لپاره د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له‌خوا ځنډول شوې وه.

ډوناهو د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوايي فرقې قومندان و، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال یې د وتلو بهیر څاره او هغه د وروستي امریکايي سرتېري په توګه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې سي ۱۷ کارګو الوتکې ته پورته شو او له افغانستانه ووت.

د امریکا د پوځ دغه جګپوړی چارواکی به په اروپا او افریقا کې د څلور ستوریز جنرال په رتبه سره د امریکا د پوځ قوماندې ته وګومارل شي، په داسې حال کې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د وتلو پر بهیر سختې نیوکې کړې او نوموړي ژمنه کړي، چې له افغانستانه د وتلو په بهیر کې دخیل امریکايي پوځ لوړ پوړي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.

تر دې مخکې دوو امریکايي چارواکو اېن بي سي نیوز ته ویلي و، چې د ټرمپ ټیم د هغو پخوانیو او اوسنیو جګپوړو امریکايي افسرانو لېست چمتو کوي چې له افغانستانه په وتلو کې مستقیماً ښکېل وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا