اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

کرنې وزارت: د بادام باغ د نندارتون لیدونکې زیات شوی

دید خبرې آژانس: د کرنې وزارت وایې، د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۲م نندارتون د لیدونکو شمیر زیات شوی دی.

دغه وزارت د داسې نورو نندارتونونو د جوړولو لپاره هڅو د دوام خبره هم کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، غلام محمد کاظم شهامت و ویل: «د نندارتون لیدونکي د تېر پرتله زیات شوي. وزارت دا زیاتوالی د پام وړ او ګټور بولي.»

دغه نندراتون ته راغلي کسان وايي، دا ډول نندارتونونه د افغانستان د صنعت او کرنیز سکټور د ودې لپاره ګټور دي او ټینګار کوي چې باید د افغانستان له کروندګرو او صنعتکارانو لا زیات ملاتړ وشي.

د نندارتون ګډونوال، محمد هارون و ویل: «دغه راز نندارتونونو سره زموږ بزګران او صنعتکاران هڅول کیږي. موږ له دې نندارتونه لیدنه وکړ او د خلکو ګډون هم ډېر ښه و.»

د نندارتون بل ګډونوال، معشوق الله و ویل: «د بزګرانو، بڼوالو او سوداګرو تولیدات د خلکو د اقتصادي ودې لامل کیږي، د کار زمینې برابروي او د صادراتو امکانات رامنځته کوي.»

د یادونې ده، چې دا نندارتون هرکال دوه ځلې د کابل په بادام باغ کې د کورنیو تولیداتو د ودې، د صنعتکارانو او کرنیز سکټور د ملاتړ په موخه د کرنې وزرات او کورنیو او بهرنیو بنسټونو په ملاتړ جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button