کرزی هیله من دی چې د ښځو د زده کړو په اړه اختلافات حل شی
ډید خبري اژانس: د هېواد پخوانی ولسمشر وايي، هیله من دی چې د ښځو د زده کړو په اړه د طا-لبانو چارواکو ترمنځ شته اختلافات ژر حل شي.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایراني رسنیو له پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو او د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اړه وویل: د طا-لبانو د چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف شته. او زه په جزئیاتو نه پوهیږم، خو هیله لرم چې ژر تر ژره دا شخړې حل شي، ترڅو نجونې بیرته ټولګیو ته ستانه شي.
هغه په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو ته په اشارې سره وويل: د نجونو زده کړه د افغانستان د خلکو لپاره ډېره مهمه ده او ما په دې اړه له ټولو طا-لب چارواکو سره خبرې کړې دي.
هغه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول او همدارنګه د ښځو زده کړه د خلکو اراده وبلله.
هغه وویل: د ټول شموله حکومت په اړه زموږ نظر د ملي بحث په معنی دی او دا په دې معنی ده چې هېواد باید د خلکو په اراده اداره شي او دا په حکومت کې د ټولو خلکو شتون نه دی، بلکې د ملي قوانینو اړتیا ده. او هغه اقدامات چې د خلکو لخوا پرې توافق وشي.
کرزي زیاته کړه: د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته امنیتي وضعیت ښه شوی او مرګ ژوبله کمه شوې ده، خو لا هم په هېواد کې دایمي سوله او ثبات نه دی راغلی.
کرزي همداراز وویل: موږ په افغانستان کې د یوه داسې ملي بحث په لټه کې یو، چې د افغانستان خلک په کې ځان شریک وګڼي او که نوی جوړښت او یا اوسنی حکومت دوام ولري، خلک به په کې خپل ګډونوال وګڼي.
ده همداراز د امریکا لپاره د افغانستان د اهمیت په اړه وویل: امریکا یو ستر قدرت دی او دا رښتیا نه ده چې د واشنګټن لپاره یې اهمیت کم شوی، بلکې اهمیت یې زیات شوی دی.
ده وويل: د افغانستان د ژغورنې لاره د سترو قدرتونو ترمنځ د انډول رامنځته کول دي او که دې مسئلې ته درناوى ونه شي، له ننګونې سره به مخ شو.
حامدکرزي د ایران په اړه هم ویلي دي: د دواړو هیوادونو اړیکې د تاریخي مشترکاتو او د خلکو په ماهیت ولاړې دي او ایران تل د افغانانو ګټې په پام کې نیولي دي.