کرزی: نجونې د هلکانو په څېر د ټولنې په پرمختګ کې پوره ونډه لري
دید خبرې آژانس: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په بشري ټولنه کې نجونې د هلکانو په څېر د ټولنې په پرمختګ کې پوره ونډه لري.
کرزي یو ځل بیا پر اېکس خپور کړي پیغام کې په ټینګار سره لیکلي، چې له ټولنیز ژوند او تعلیم څخه د نجونو محرومېدل نه جبرانېدونکي زیانونه لري.
نوموړی وایي: «پر موږ لازمه ده، چې د خپل ګران هېواد د خیر او فلاح لپاره د نجونو د تعلیم او هر اړخیزې ودې لپاره بشپړه هڅه وکړو.»
د افغانستان پخواني ولسمشر بیا ځلې د طا-لبانو پر حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
د ښاغلي کرزي په خبره، د ځوانانو لپاره د زده کړو د زمینې په برابرولو سره به افغانستان له احتیاج څخه خلاص شي.
په نړۍ کې سږکال د نجونو نړۍواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې له درېیو کلونو راهیسې د طا-لبانو له خوا د نجونو پروړاندې د منځنیو او لوړو زده کړو دروازې بندې شوې دي.
سره له دې چې د افغانانو سربېره په نړۍواله کچه د بشري حقونو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالینو په وار وار له طا-لبانو غوښتي، چې د افغان ښځو پروړاندې خپله تګلاره بدله کړي، خو طا-لبان دغه خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ګڼي او ورځ تر بلې یې پر خلکو د ژوند شرایط سخت کړي دي.