اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کرزي په خپل اختریز پیغام کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ

ډید خبري اژانس: پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

کرزي په خپل اختریز پیغام کې چې د سه شنبې په ورځ (۲۱حمل) یې خپور کړ وویل:«یو ځل بیا له اسلامي سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوم چې د یو سوکاله، خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي».

هغه له طا-لبانو هم وغوښتل چې د ښځو لپاره زمینه برابره کړي چې کار ته راستانه شي «تر څو زموږ لوڼې او خویندې خپل حقونه ترلاسه کړي او زموږ هیواد له فقر او وروسته پاتې والي څخه خلاص شي».

وروسته له هغه چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې او د پوهنتونونو دروازې هم پرې تړل شوې دي.

حامد کرزي په هېواد کې اقتصادي بحران ته په اشارې سره له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هېواد پخواني ولسمشر هم د کوچني اختر په ورځو کې له اړو کسانو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

سږ کال کوچنی اختر په داسې حال کې رانژدې کېږي چې د هېواد ډېری اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشی کولای چی په ښه توګه یې لمانځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا