اسلایدشوخبر

کاپیسا کې ۱۰۰ ښوونیز مرکزونه ودانولو او رغولو ته اړتیا لري

دید خبرې آژانس: د کاپیسا د پوهنې رییس په تګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د  ارتقا په مراسمو کې و ویل، د دغه ولایت ۱۰۴ ښوونځي او دیني مدرسې، ودانۍ نه لري چې ډېری یې په تګاب، اله سای او نجراب ولسوالیو کې دي.

د کاپیسا د پوهنې رییس، محمد فرید حقاني بیا وايي:  «د ودانۍ نشتوالی یوه جدي ستونزه ده چې د زده‌کړو بهیر یې کم‌رنګه کړی دی. همداراز، د پاکو اوبو نشتوالي او د مکتب د وسایلو لکه چوکیو کمبود د زده‌کوونکو نورې ستونزې دي.»

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، د دغې ولسوالۍ پوهنیز مرکزونه په ځانګړې توګه ښوونځي چې له منځنۍ کچې لېسې ته ارتقا کوي، درسي موادو او د مسلکي ښوونکو استخدام ته یې باید ډېر پام وشي.

د تګاب د محمد امان شهید د ښوونځي مدیر، محمد جاوید هم څرګنده کړه: «د زده‌کوونکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او دا یوه مهمه اړتیا وه چې زموږ منځنی ښوونځی لیسه شي.»

هلته یو ښوونکی، نورخدا وزیري هم بیا وايي: «موږ له خلکو ۶۰۰ زره افغانۍ راټولې کړې، د هغو کسانو په ګډون چې له هېواده بهر دي او دا پیسې مو په همدې ښوونځي ولګولې.»

تګاب ولسوالۍ چې د کابل په شمال کې ده، تېر حکومت کې ډېری وخت د جګړو شاهده وه.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دغو جګړو له امله، د ښوونیزو مرکزونو او طبي بنسټونو ودانۍ ویجاړې او ډېرې زیانمنې شوي چې اوس بېرته رغولو ته اړتیا لري.

هدایت‌الله، د تګاب ولسوالۍ یو قومي مخور وايي: «د ښوونځيو په دیوالونو او ودانیو کې د جګړې نښې شته. تاسو کولای شئ دا ویجاړۍ په خپلو سترګو و وینئ.»

د کاپیسا د پوهنې ریاست د معلوماتو لمخې، په تګاب، اله سای او نجراب ولسوالیو کې ۷۶ ښوونځي او دیني مدرسې په بنسټیزه توګه بیارغونې ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button