اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

کانګرس د ټرمپ ټاکنیز بری په رسمي توګه تصدیق کړ

دید خبرې آژانس: د امریکا کانګرس د دوشنبې په ورځ د ولسمشر، د مرستیالې ، کامالا هېرس، په مشرۍ، په نومبر په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ټاکنیز بري رسمي تصدیق وکړ.

دغه څلور کلنه دودیزه غونډه، چې د ټرمپ د لوړې مراسمو ته یې لاره هواره کړه، په منظمه توګه ترسره شوه خو د څلورو کلونو وړاندې پېښو سره یې ښکاره توپیر درلود ځکه هغه وخت د ټرمپ پلویانو د دغه تصدیق پر مهال پر کانګرس برید کړی و.

اخوا ټرمپ لا هم ادعا کوي چې د ۲۰۲۰  زیږیز کال په ټاکنو کې د هغه ماتې د پراخې درغلۍ پایله وه، او د ۲۰۲۴ ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې یې ورته درغلۍ ته اندېښنه درلوده.

په پام کې ده چې ټرمپ به د روانې جنورۍ په ۲۰مه د دویم ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا