اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

کاناډا له افغانستان سره ٣ میلیونه ډالره مرسته وکړه

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ، چې کاناډا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره درې میلیونه کاناډايي ډالره (۱۱۷ میلیونه افغانۍ) مرسته وکړه.

د نوې مرستې سره، اوچا اعلان وکړ چې کاناډا له ٢٠١٩کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره ١٥.٨ ملیون کاناډايي ډالره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې مرسته کوونکو هېوادونو د طا-لبانو د هغو تګلارو له امله چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه او ازادي محدودوي، له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سر مفتشې ادارې هم په یوه راپور کې ویلي، چې واشنګټن په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان او افغان کډوالو سره نږدې ۲۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا