کاناډا: طا-لبان محکمې ته به وپېژندل شي
دید خبرې آژانس: د افغانستان په چارو کې د کاناډا ځانګړی استازی ډیویډ سپرول وايي، که طا-لبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول پر ښځو لګېدلې محدودیتونه لرې نه کړي، استرالیا، هالنډ، جرمني او کاناډا به د «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منعې له کنوانسیون څخه د سرغړونې قضیه د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کړي.»
ښاغلي سپرول له کاناډايي ورځپاڼي ګلوب اينډ میل سره په مرکه کې ویلي چې دغو هېوادونو له طا-لبانو سره دغه موضوع شريكه کړې ده، خو تر اوسه په دې اړه د دوی له خوا کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.
هغه په دې مرکه کې زیاته کړې چې د «طا-لبانو له سختو حکمونو» سره سره بیا هم د افغانستان راتلونکي ته هیله من دی.
د کاناډا ځانګړى استازى زياتوي چې دى په افغانستان کې د هغه څه سره چې طا-لبان يې د ښځو پر وړاندې ترسره کوي په “کلکه” مخالفت کوي.
ډېوېډ سپرول وايي، «طا-لبان له د خپل تېرې واکمنۍ په پرتله هېڅ بدلون نه دی کړی او په ورته وخت کې دوی د نړیوالې ټولنې له خوا د رسميت پېژندلو په لټه کې دي.»
هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې د طا-لبانو چلند «افراطي» دی؛ خو طا-لبان فکر کوي چې د دوی ذهنیت او تصور په بشپړه توګه «منطقي» دی.
د هغه په وينا، طا-لبان غواړي چې نړيواله ټولنه يې په خپلو شرايطو وپېژني؛ خو دا ممکنه نه ده؛ ځکه طا-لبان له نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو سره لېوالتيا نه لري.
د يادونې وړ ده، چې د سپټمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې کاناډا، جرمني، اسټراليا او هالنډ د حساب ورکولو لپاره د طا-لبانو اړ اېستلو لپاره د ښځو پر وړاندې د تبعيض له امله د يوې قضيې په اړه چې بايد د عدالت نړيوالې محکمې ته واستول شي، حقوقي کمپاين پيل کړ.
په دې کمپاین کې د جرمني، هالنډ، استرالیا او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو طا-لبان د ښځو پر وړاندې د دوی د چلند له امله «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منع کنوانسیون سرغړوونکي» بللي او ویلي یې دي چې د عدالت نړیواله محکمه کې به پر طا-لبانو به عريضه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو په هېواد کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر حقونو د محدودیتونو له لګولو وروسته «د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې د یو نوي قانون په تصویب سره د اتباعو پر حقونه، په ځانګړې توګه پر ښځو سخت محدودیتونه او ممانعتونه وضع کړل.
د طا-لبانو په دغه قانون کې په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او مخونه منع او حرام بلل شوي دي.
په وروستي مورد کې د کورنیو چارو وزیر خالد حنفي طا-لبانو ته ویلي وو چې بالغې ښځې حق نه لري چې د نورو ښځو په مخ کې چې هغه هم بالغې وي، تلاوت یا قراٸت وکړي. یوه مسله چې د طا-لبانو د نورو بندیزونو ترڅنګ د افغان ولس او دیني عالمانو له توند او پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.
خو د کاناډا ځانګړى استازى وايي، چې په افغانستان کې دننه له خلکو سره د طا-لبانو چلند او رويې په اړه سختې اندېښنې شته او په باور يې چې د افغانانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره به پر طا-لبانو فشارونه ډېر شي.