اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

کاملا هرېس: طا-لبان یو ترهګريز سازمان دی

دید خبرې آژانس: د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د دیموکراتانو اوسنۍ نوماندې کاملا هرېس له خپل سیال، جمهوري غوښتونکي نوماند ډونلډ ټرمپ سره په مناظره کې طا-لبان یو «ترهګریز سازمان» وباله.

آغلې هرېس په دغه مناظره کې چې  د اېن بي سي خبري شبکې لخوا جوړه شوې وه، ويلي: «کله چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر و ، هغه له طا-لبانو سره يو له خورا کمزورې هوکړې، چې تاسو يې تصور کولى شٸ، مذاکره وکړه. هغه خپل ځان معامله کوونکى بولي. ان د هغه د ملي امنیت سلاکار وايي چې دا یو ضعیف او وحشتناک تړون و.»

کاملا هرېس زیاته کړه چې ټرمپ افغان حکومت له پامه غورځولی او د طا-لبانو په نوم له یوه «ترهګریز سازمان» سره یې مستقیمې خبرې کړې دي. د مذاکراتو پایله دا وه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان يې خوشې کړل.

د ډيموکراتانو دغه نوماندې وویل:«پخواني ولسمشر (ډونلډ ټرمپ)طا-لبان کمپ ډیویډ ته وربللي وو، د امریکایانو په توګه موږ ته دا ځاى تاریخي اهمیت لري.

هغه ځای چې موږ د امریکا د ډیپلوماسۍ د ارزښت ستاینه کوو. هغه ځاى چې موږ د نړۍ محترمو مشرانو ته بلنه ورکوو او منو او دغه پخواني ولسمشر د خپل ولسمشريزې دورې پر مهال هغوی (طا-لبان) کمپ ډیویډ ته وربللي وو. ځکه چې هغه د امريکا د ولسمشر له رول او مسٶوليت نه په درناوي سره د  سر آعلى قوماندان په توګه خبر نه وو.»

آغلې هرېس په دغه مناظره کې زياته کړه، چې ډونلډ ټرمپ په ​​دوامداره توګه د متحده ايالاتو غړي، وژل شوي سرتېري او هغه کار چې دوى یې باید په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو د ځواک او درناوي ساتلو لپاره ترسره کړي سپکاوي او بدنامولو تورن کړ.

ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ويې ویل چې جوبایډن د وتلو په بهیر کې ښکېل چارواکي نه دي ګوښه کړي. هغه وايي چې د بایډن ادارې هیڅوک نه دی ګوښه کړی، او زیاته یې کړه چې «کله چې زه وګورم یو څوک بد کار کوي، ګوښه کوم يې»

 ډونلډ ټرمپ په دې منظره کې د هرېس په ځواب کې وويل چې له طا-لبانو سره  د هغه تړون د دې لامل شو، چې په ۱۸ میاشتو کې هېڅ امریکايي عسکر ونه وژل شي.

ټرمپ  وايي: «موږ یوه هوکړه کړې وه، چې د مایک پومپیو لخوا خبرې اترې وشوې.” دا ډېر ښه جوړجاړى و. د ښه والي دلیل يې دا و چې موږ روان وو. موږ د دوی په پرتله په چټکۍ سره وتلو. خو موږ خپل عسکر له لاسه نه ورکول، مو ډېر امریکایان شاته نه پرېښودل»

د ولسمشريزو ټاکنو دغه نوماند یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو نیوکه وکړه او د بایډن اداره یې له طا-لبانو سره د شوې هوکړې په سم ډول نه عملي کولو تورنه کړه.

ټرمپ وویل: «موږ به د ٨٥ ملیارد ډالرو ښکلي او نوي نظامي تجهیزات شاته نه پرېښودل او یوازې د دې پای ته رسولو لپاره دوی تړون مات کړ. تړون کې درج وو چې تاسو باید دا، دا کار ترسره کړٸ، خو دوى ترسره نه کړل. تړون زموږ له خوا لغوه شو، ځکه دوی هغه څه ترسره نه کړل چې باید دوى ترسره کړي وای.»

ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو «شرمونکې» ورځ وبلله.

ښاغلي ټرمپ وويل:«زه غواړم په بل څه بحث وکړم. دې خلکو زما په آند دوى تر ټولو خجالتوونکې شېبه او تر ټولو بد وتل په تاريخ کې ثبت کړل . ځکه دوی ولیدل چې هغه او د هغې مشر څومره بې کفایته دي.»

دا مناظره د اېن بي سي نیوز په کوربه توب د واشنګټن ډي سي په وخت د شپې په نهو بجو پیل شوه.

ټاکل شوې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې په دوو اونیو کې ترسره شي.

ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس د يادو ټاکنو دوه نوماندان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا