کاظمي قمي: امریکا هڅه کوي چې د ایران او طا-لبانو ترمنځ جګړه پیل کړي
ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وايي، امریکا هڅه کوي چې د ایران او طا-لبانو ترمنځ د جګړې اور ته لمن ووهي.
د فارس خبری آژانس د راپور له مخې، حسن کاظمي قمي وايي، په افغانستان کې د یوه جامع حکومت نه رامنځته کېدل او له ایران سره د طا-لبانو د ښکېلتیا لپاره د امریکا هڅې له طا-لبانو سره د تهران په خبرو کې لویې ننګونې دي.
کاظمي قمي زیاته کړه چې امریکا په عراق کې ماتې خوړلې خو له عراق څخه د دغه هیواد د عسکرو وتل پلان شوي وو.
د ایران استازي په دغه هیواد کښې د افغان مهاجرینو په هکله وویل: په سیمه کښې هیڅ یو هیواد حتی پاکستان د ایران اسلامي جمهوریت په شان د مهاجرینو د منلو توان نه لري او هیڅ هیواد د افغانستان له تحولاتو څخه د ایران په شان اغیزمن نه دی.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې په نوي تعلیمي کال کې به ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې زده کړې کوي.