اسلایدشوافغانستاندرملټولنه

کابل کې ۵۱۴ تنه روږدي کسان د حرفه‌يي زده کړې له کورسونو څخه فارغه شوي

دید خبرې آژانس: په کابل کې ۵۱۴ تنه روږدي کسان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له کورسونو څخه فارغ شول.

په کابل کې ۵۱۴ تنه هغه کسان چې نشه یې پرېښې او رغېدلي دي، له مسلکي او حرفوي زده‌ کړو فارغ شول.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین محمد زاهد احمدزی وایي چې تر دې مهاله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ زره رغېدلو روږدو کسانو تخنیکي او حرفوي زده کړې کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین، محمد زاهد احمدزی وايي: “نن موږ ګواه یو چې د فارغېدو مراسمو کې د ۵۰۰ زیاتو کسانو ګډون دی چې په پنځو برخو کې یې زده کړې ترلاسه کړې او ټولنې ته وړاندې کیږي. د دې وزارت د همغږۍ کمیټه هڅه کوي چې زموږ د وروڼو کاروبارونه له دې وروسته هم تعقیب او ملاتړ شي.”

دغه وزارت د مهارتونو د ودې او د کار ي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د روږدو کسانو لپاره د کار فرصتونه برابر کړي دي او له زده کړو تر فراغت وروسته به، د دغو کسانو اړین ملاتړ وشي.

یوشمېر فارغ‌ شوي معتادان هم له چارواکو غواړي چې د کار لا ډېرې زمینې ورته برابرې کړي.

 له حرفوي زده‌ کړو فارغ‌ شوی، تاج محمد هم وايي: «زه په پام کې لرم چې کله له دې ځایه ووځم، یو هټۍ پرانیزم څو د خپلو ماشومانو لپاره روزي پیدا کړم.» 

له حرفوي زده‌کړو فارغ ‌شوی، شمس‌الدین بیا و ویل:”هیله لرم چې کله له دې ځایه ووځم، یو کاروبار پیل کړم ځکه چې ځینې مسلکي کارونه مې زده کړي دي.”

اسلامي امارت په ۱۴۰۱لمریز کال کې پر نشو د روږدو کسانو د ټولولو او درملنې بهیر پیل کړ او ډېر شمېر روږدو کسانو ویلي چې پر نشو د روږدو یو لامل بې کاري وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button