اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا
کابل کې یوه ستر سوداګریز کمپلکس پرانیستل شوه
دید خبرې آژانس: د نږدې ۳۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د (نوی خیرخواه مارکېټ) په نوم ستر سوداګریز کمپلکس پرون د لوړو پوړو دولتي چارواکو په شتون کې په پلازمېنه کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د ریاست الوزاء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یادو مراسمو کې وویل چې دا لومړنۍ ستره ملي پروژه ده، چې د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ پرمهال پيل او په ټاکلي وخت پایته رسېدلې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دې سترې پروژې پرانیسته به افغانستان ته د پانګونې د راګرځېدو سبب شي.
ښاغلي حنفي همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره سياست له مخې له نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی، د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او چا ته به د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه هم ورنه کړي.