اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

کابل کې کاریګر ماشومان په یخ وهلیو ګوتو د کورنۍ لګښت برابروي

کابل کې د هوا له سړېدو سره سره، لاهم یو شمېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

دوی وايي، د مالي کمکونو د کمښت له کبله مجبوره شوي، چې درانه کارونو ته مخه کړي.

کاریګر ماشوم، جواد وايي: «زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې زموږ لپاره کار پیدا کړي یا موږ ته او زما پلار ته معاش راکړي.»

یو بل کاریګر ماشوم، الهام هم وايي: «کار کوم، ترڅو پنځه ډوډۍ کور ته یوسم. زما پلار زوړ دی، موږ دواړه کار کوو، ترڅو د کور لګښت پوره کړو.»

يوه بله کاريګره ماشومه، چې د ډېرې سړې هوا له امله يې د لاسونو رنګ اوښتی، پلار یې ناروغه دی او هغه اړه ده چې، د سړک په غاړه انار وپلوري.

 هغه ښوونځي ته له تګه پاتې شوې؛ خو بیا هم لوی آرمان یې دا دی چې، ښوونکې شي.

دغه ماشومه چې سربناز نومېږي داسې وايي:  «اړه یم چې راشم او کار وکړم، څو د کور لګښت برابر کړم.»

یوه بله ماشومه، فرزیناز هم وايي:  «کار کوم او د ډوډۍ پیسې کور ته وړم.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا وايي، پر بازارونو په دې موخه څار لري چې، د ماشومانو له لوري د درنو کارونو له ترسره کولو مخنیوی وکړي.

د دغه وزارت ویاند وايي، له کارونو د بې سرپرسته او بې وزله ماشومانو د لرې ساتلو لپاره په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي زیاتوي: «وزارت له هغه ماشومانو سره لیده کاته کوي چې په سختو کارونو بوخت دي، او مفتشینو او کار ورکوونکو ته لارښوونه شوې چې په سختو کارونو د ماشومانو له بوختولو مخنیوی وکړي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تر دې مخکې ویلي وو چې، په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان پر کارونو بوخت دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا