دید خبرې آژانس: د مرکز زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې له لوري د کابل ولایت په پغمان ولسوالی کې د څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکې اړوندو سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، چې د «ملا عزت ښارګوټی» په نامه یادېږي، پرېکړې، چې د دغه ښارګوټي کابو ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي ده.

د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ملا عزت ښارګوټي څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکه بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یادې محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفترونو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د مالوماتو په اخیستو سره، د یادې ځمکې ۳۵۲ جریبه د سندونو او شرعي دلایلو پر بنسټ له دې جملې څخه دا چې یاده ساحه وړاندې له دې د امارتي املاکو په نامه سروې شوې وه، امارتي تثبیت کړې.
د یادونې وړ ده، چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.