کابل کې د صنعت اوونۍ ملي او نړيوال شپږ ورځنی نندارتون جوړېږي
دید خبرې آژانس: د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مسوولينو، په کابل کې د صنعت اوونۍ ملي او نړيوال شپږ ورځني نندارتون د جوړولو خبر ورکړ.

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې رئيس شېرباز کمينزاده، نن په يوه خبري کنفرانس کې د ياد نندراتون په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې “د صنعت اوونۍ ملي او نړيوال نندارتون” راتلونکې اوونۍ د افغانستان نړيوال نندارتون په مرکز کې جوړېږي چې په ۷۰۰ غرفو کې به د بېلابېلو سکټورونو کورني توليدات او محصولات نندارې ته وړاندې شي.
هغه له هېوادوالو، امارتي چارواکو او مسوولینو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د صنعت ودې او د صنعتکارانو د هڅولو لپاره جوړېدونکي نندارتون ته راشي او د هېواد له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه له نږدې لیدنه وکړي.
د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې رئيس، صنعتکارانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د هر اړخیز ملاتړ په خاطر، د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو په ځانګړې توګه له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ټول صنعتکاران به د هېواد د اقتصادي ودې، ځان بسیاینې او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په لاره کې د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او کلک ملاتړ یې کوي.
همدا رنګه، د افغانستان نړيوال نندارتون د مرکز رئیس محمد صابر لطیفي، د دغه شان نندارتونو د جوړولو موخه، کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه، د هېواد د صنعت پراختیا او د صنتعکارانو هڅول وبلل او ویې ویل: “یو هېواد تر هغه پورې اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او کلتوري ودې ته نه رسېږي، چې اقتصاد یې پر خپلو پښو ولاړ نه وي او د یوه هېواد اقتصاد تر هغه پورې په خپلو پښو نه درېږي، چې قوي صنعت ونلري؛ نو په همدې اساس د هېواد صنعت ته باید زیاته پاملرنه وشي.”
هغه، له ټولو کورنیو او بهرنیو صنعتکارانو او پانګه والو څخه وغوښتل چې د افغانستان د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي او په وینا یې افغانستان د “صنعتي کېدو” وړتیا او امکانات لري او کولی شي په یو صنعتي هېواد بدل شي.
ټاکل شوې ده چې ياد نندراتون د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د غبرګولي په ۶مه پرانيستل شي او د همدې مياشتې تر ۱۱مې پورې به دوام وکړي.