کابل کې د خوراکي توکو د درېیو کارخونو فعالیت وځنډول شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ټیمونو او کارپوهانو له هر اړخیزې څېړنې او ارزونې وروسته، د کابل ښار په دوو ناحیو کې د خوراکي توکو د درېیو کارخونو فعالیت نن وځنډول شو.

د اچارو درې کارخونې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د تازه میوو او سبو په مارکېټ او د «ساسچو» تولیدي کارخونه د پنځمې ناحیې اړوند د مرکزي سیلو په انګړ کې موقعیت لري چې له بې کیفیته غوښو او همدا رنګه له صنعتي سرکو څخه د استفادې په دلیل یې فعالیت ځنډول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوراکي توکو د تحلیل او سرویلانس آمریت د خوراکي توکو د علومو کارپوه سید نعمت الله حسینیان، رسنیو ته وویل چې دغه آمریت د روان مالي کال په خپل کاري پلان کې ۵۰ هدفونه ټاکلي وو چې له جملې څخه یې په خوراکي توکو کې د تحلیل ۳۶ خطرونه ترسره کړي چې ځیني یې ډېر جدي دي.
حسینیان زیاته کړه: “په هغه شرکت کې چې اوس موږ قرار لرو، له غیرمعیاري غوښو څخه چې مشخص لېبل نه لري، د تاریخ نېټه او منبع یې مشخصه نه ده، د بام له واورو څخه یې د ساسچو په تولید کې استفاده کوله او د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته یې پام نه کاوه چې په همدې دلیل یې فعالیت وځنډول شو.”
د هغه د معلوماتو له مخې؛ د اچارو په درېیو کارخونو کې هم له صنعتي سرکو څخه استفاده کېده چې په وینا یې، د انسان په هاضمه سیسټم کې د ډول ډول روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
هغه ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت د متشبثینو د ملاتړ ترڅنګ، هغوی ته د ظرفیت لوړولو او د حفظ الصحې روزنیز پروګرامونه هم جوړوي.
خو ورته مهال یې له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه چې د خوراکي توکو د پېرولو پر مهال دې د هغو کیفیت او تاریخ ته پام وکړي او د هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو په راټولو کې دې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
هېره دې نه وي چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روان ۱۴۰۳ مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې، د هېواد په کچه څه ناڅه ۸۶۰ ټنه بېلابېل خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه وړل شوي چې په دوام یې نن د یادو څلورو کارخونو شاوخوا پنځه ټنه بې کیفیته راټول شوي خوراکي توکي هم په کابل کې له منځه یوړل شول.