اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرراپور

کابل کې د افغان-قزاق سوداګریز نندارتون له پراخو همکاریو سره پیل شو

دید خبرې آژانس: د افغان-قزاق درېیم ګډ سوداګریز کنفرانس او د دواړو هېوادونو د تولیداتو ګډ نندارتون په کابل کې جوړ شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي قزاقستان د افغانستان له نږدې ملګرو هېوادونو بللی او د کابل، استانې ترمنځ یې د سوداګریزې راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټينګار کړی دی.

ښاغلی عزیزي زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو او حکومتونو ترمنځ د تړونونو د حجم د لوړولو لپاره هڅې روانې دي او سرپرست حکومت هڅه کوي، چې په کابل او د قزاقستان په الماتا ښار کې د سوداګرۍ مرکزونه جوړ کړي.

نوموړی همدارنګه قزاقستان د افغانستان لپاره روسیې او چین هېوادونو ته د توکو د لېږد په برخه کې مناسب ټرانزیټي پل بولي او افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو ته د ټرانزیټ د مرکز په توګه یادوي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«له قزاقستانه واردات، الحمدالله، په کافي اندازه لرو او غواړو، چې نور هم زیات شي. موږ هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن ته ورنږدې شو، چې دا کار به د یو لړ صادراتو له لارې عملي شي.»

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم وایي هېواد یې چمتو دی د خوړو صنعت، نساجۍ او کرنۍ په ګډون له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو او تولیدي پروژو د عملي کېدو په برخه کې کار وکړي. نوموړی دغه‌راز ټینګار کوي، چې هېواد به یې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سېریک ژومانګارین ویلي:«موږ د ټرانسپورټي او لوجستیکي همکاریو لپاره ستر امکانات وینو. قزاقستان د بېخ‌بنایي پروژو لکه تورغنډۍ-هرات او کندهار-سپین بولدک د وسپنې پټلۍ لپاره د تجهیزاتو جوړولو او رسولو، دغه‌راز په افغانستان کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ  د ټرانسپورټي دهلیز پراختیا ته لېوالتیا لري.»

بل پلو، د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشره رزا اوتونبایوا د افغانستان په بېخ‌بنایي پروژو کې د قزاقستان پروګرامونو او اقداماتو ته په نغوتې سره وایي، چې د افغان- قزاق درېیم سوداګریز کنفرانس د دغو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګڼل کېږي.

رزا اوتونبایوا ویلي:«د افغانستان پراخېدونکې سیمه‌ییزې اړیکې د منځنۍ اسیا د مشرانو لپاره ځکه ډېرې مهمې دي، چې هغوی هوډ لري، افغانستان په سیمه‌ییز جوړښت کې مدغم کړي او دا د انرژۍ، ټرانسپورټ، کانونو، کرنې او اوبو مدیریت په څیر سکټورونو کې د لا زیاتې ودې نښې دي.»

په دې غونډه او ګډ نندارتون کې د خصوصي سکتور استازو هم خپل لیدلوري او غوښتنې مطرح کړې دي.

د کانونو او صنایعو خونې رییس، شېرباز کمین ‌زاده په دې هکله وايي:«افغانانو دا ښودلې، چې له خپلو ګاونډیانو واردات کوي، او د یوه افغان صنعت‌کار په توګه زما غوښتنه دا ده، چې ګاونډیان هم د افغانستان له تولیداتو پېرودنه وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند هم وویل:«موږ د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له قزاقستانه غواړو، چې د افغانستان له کنګل شوو شتمنیو په خلاصون کې زموږ سره همکاري وکړي، او همداراز د افغانستان د رسمیت پېژندنې په برخه کې ګام واخلي. زه له قزاقستانه، چې تل یې ملاتړ کړی، هیله لرم چې جدي پاملرنه وکړي.»

د کابل والي امین‌‌الله عبید هم وايي:«له ټولو څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او له دې امن او طلایي فرصته په ګټه اخیستنې سره خپلې شتمنۍ دلته ولګوي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۵۴۵ مېلیون ډالرو ته رسېدلې وه، او دواړه هېوادونه ژمن دي، چې د اقتصادي همکاریو په زیاتولو سره دا کچه تر درې مېلیارده ډالرو ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button