اسلایدشوافغانستانمرکهويل شوې او اوریدل شوې

کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ: ژوند مو په بې وزلۍ او محرومیت کې تېریږي

دید خبرې آژانس: کابل کي یو شمير کورني بې ځایه شوي د سرپناه، ښوونځيو، کار  او روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت کوي.

په دغه سیمه کې هغه کورنۍ ژوند کوي، چې د جګړه، نا امني او یا هم د وچکالۍ له امله راکډه شوي دي.

د برېښنا، پاکو اوبو، ښوونځيو، مدرسې او روغتونونو نشتوالی د دغو خلکو له اساسي ستونزو ګڼل کېږي.

له کندهاره راغلی بې ځایه شوی، عجب ګل هم وايي: «په داسې ځای کې چې موږ ژوند کوو، ان ژوي هم ژوند نه کوي؛ خو موږ مجبوره یو ځکه چې بل ځای نلرو. کله چې باران راځي، موږ له ستونزو سره مخ کیږو. موږ د خپلو اصلي سیمو نه بې ځایه شو او حکومت هم موږ سره مرسته نه کوي.»

د دغو کورونو په شاوخوا کې ماشومان لوڅې پښې په خاورو او تېږو کې لوبې کوي.

ډېر ماشومان د ښوونځي لرې والي او ځینې نور بیا د اقتصادي ستونزو له امله له زدکړو پاتي.

دوی له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې لاسنیوی یې وکړي.

له کندهاره بې ځایه شوی، محمد ولي هم په دې اړه وايي:«د زموږ د کورونو دیوالونه خام دي، کله چې باران وریږي، را غورځي. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې زموږ لپاره سرپناه برابر کړي.»

دوی دا شکایت داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې مسوولو چارواکو ویلي، هڅه کوي د کورني بې‌ځایه شویو ټولې ستونزې حل او دوی بېرته خپلو اصلي مېنو ته ورستانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button