Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

کابل ښاروالۍ: ۲۰۳ پروژې په ۱۱ میاشتو کې پلې شوې دي

دید خبرې آژانس: د کابل ښاروالۍ وایي، په تېرو یوولسو میاشتو کې یې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د ۲۰۳ پروژو چارې بشپړې کړي دي.

نعمت الله بارکزی زیاتوي چې په تېرو یوولسو میاشتو کې له ۲۰۳ ډېرې پروژې د سړکونو جوړولو په برخه کې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: «په تېرو ۱۱ میاشتو کې له ۲۰۳ زیات بېلابېل پروژې، چې ډېری یې د کانکریټ‌ریزي پروژې وې، په کابل ښار کې پلي شوې دي. د ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو کسانو پورې په مستقیم ډول په کار بوخت شوي دي. د کابل ښاروالۍ د انکشافي پروژو د تطبیق پر مهال دې ته هم پاملرنه کړې چې، د ساتنې او مراقبت له ریاست سره تر څنګ، ځینې پروژې خصوصي سکتور ته وسپاري، ترڅو هغوی هم د کابل ښار په آبادۍ کې ونډه واخلي.»

تر دې وړاندې، د کابل ښاروالۍ د خپلو پنځه‌ میاشتنیو فعالیتونو د راپور پر مهال ویلي وو، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې څه باندې ۳ میلیارده او ۳۵۰ میلیونه ډېر عواید راټول کړي دي.  دغه راز، په دې موده کې د ښار په ۲۲ ناحیو کې  ۱۶۵پراختیايي پروژې پلان شوې، چې له دې منځه د ۸۲ هغو عملي چارې روانې دي، ۱۸یې بشپړې شوې دي او پاتې نورې په تدارکاتي پړاو کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button