Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

کابل نن د ایران د بهرنیو چارو د وزیر کوربه دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان پلازمېنه کابل به نن د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه وي.

دا په افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی او د دواړو هېوادونو لپاره مهم ډیپلوماتیک ګام ګڼل کېږي.

ټاکل شوې ده، چې ښاغلی عراقچي به د دغه سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره په دې یو ورځني سفر کې پر ګڼو ګډو موضوعاتو خبرې وکړي.

په دې سفر کې د ایران د بېلابېلو وزارتونو استازي او سوداګریز پلاوی هم ګډون لري، چې د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي اړیکو اهمیت څرګندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button