اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا پروژی چارې ۱۵ سلنې بشپړې شوې

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د بغلان له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندي پورې د برښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه پروژې چارې ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، د دغې پرژوې د چارو په بشپړېدو سره به څه باندې زر مېګاواټه برېښنا له ترکمنستانه افغانستان ته راولېږدول شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد و ویل: « د بغلان له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د لېږد چارې روانې دي چې له نیکه مرغه ۱۵ سلنې مخته تللی دی او د دغې پروژې په بشپړېدو سره به کابل ته له ترکمنستانه زر مېګاواټه برښنا را ولېږدول شي.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا وايي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل او نورو مرکزي ولایتونو ته د اړتیا وړ برښنا برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شکیب میر و ویل: « د دغې پروژې بشپړېدل کولای شي برښنا ته د ځینو هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي او اقتصادي فعالیتونو کې مرسته وکړي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت په داسې حال کې له خواجه الوان دښتې تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د پروژې د پنځلس سلنې بشپړېدو خبر ورکوي چې د پلازمېنې اوسېدونکي د برښنا له دوامدارو پرچاویو شکایت کوي.

د مسوولینو د مالوماتو لمخې، د دې پروژې کار یوه کورني شرکت ته سپارل شوی و، چې  ودانیز کار به یې تر راتلونکو دوو میاشتو او په ټوله کې د دې پروژې کار تر راروانو دوو کلونو بشپړ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا