Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثسیاسي

کابل او مزارشریف؛ په یوه ورځ کې درې چاودنې

د دید آژانس د خبر له مخې، د پنجشنبې په ورځ د هېواد مرکز کابل او په شمال کې مزارشریف د درېیو چاودنو شاهد وو او په کابل کې د لومړۍ چاودنې مسوولیت د ازادۍ جبهې په غاړه واخیست.

د پنجشنبې په سهار (جدي ۲۱) سرچینو ویلي چې د کابل په شمال کې د ۵۰۰ کورنیو د نوې پروژې په سیمه کې چاودنه شوې ده.

وروسته د ازادۍ جبهې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې پېښې مسووليت پر غاړه واخيست او ادعا يې وکړه چې د طا-لبانو د موټرو کاروان يې په نښه کړى دى.

دغې جبهې په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د طالبانو موټر هغه مهال په نښه کړل چې غوښتل یې نجونې بندیانې کړي.

دغه راز نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د کابل په لویدیځ کې دشت برچي په سیمه کې چاودنه وشوه.

ویل کېږي، چې دغه چاودنه د برچي مرکز بازار ته څېرمه شوې او د راپورونو له مخې په کې ۶ تنه وژل شوي دي.

درارسيدلو خبرونو له مخې  دغه چاودنه  دکبي ښار په لويديځ کې دښخ کړى شوي ماين له امله رامنځته شوې ده .

يو ساعت وړاندې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم د چاودنې غږ واورېدل شو. د دې چاودنې نوعیت لا هم نه دی څرګند.

دغه چاودنه د مزارشريف ښار په لوېديځ او د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.

په مزارشريف کې عيني شاهدان وايي، سيمې ته امبولانسونه رسېدلي او ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.

Back to top button