اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

کابل او دوحې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال محمد نبي عمري او په کابل کې د قطر د سفیر ترمنځ کتنه کې، د کابل او دوحې ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې د امنیتي وضعیت او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع په وینا، د قطر سفیر مردف القاشوطي په دې کتنه کې د افغانستان له ثبات او امنیته د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

ښاغلي قانع په دې هکله وویل:«ښاغلي ډاکټر مردف هم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هېواد ملاتړ یوځل بیا څرګند کړ او زیاته یې کړه، قطر چمتو دی، چې د افغانستان اسلامي امارت سره، په بېلابېلو برخو او چارو کې پوره همکاري وکړي او دغو همکاریو ته پراختیا ورکړي.»

دا کتنه په داسې حال کې شوې، چې تر دې وړاندې په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین اعلان کړی و، چې تر راتلونکو دوو اوونیو به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي قطر ته سفر وکړي.

ټاکل شوې، چې په دغه سفر کې د کابل او دوحې ترمنځ د دوه‌ اړخیزو همکاریو د پراخېدو او د تعامل د څرنګوالي په تړاو خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button