دید خبرې آژانس: د ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، ازبکستان ته د خپل سفر په بهیر کې د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خوجه یوف سره په دویمه ګډه ناسته کې؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند په دې ناسته کې ویلي دي: (د افغانستان او ازبکستان ملتونه دیني، تاریخي، کلتوري او قومي مشترکات لري او دغو بنسټیزو مشترکاتو د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خورا مثبت اغېز کړی دی).
هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي او اړتیا ده چې دواړه لوري یې د لا پراختیا په موخه ګډ کار وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ازبکستان د مرکزي بانک له لوري د بانکي انتقالاتو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د افغانستان بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې په برخه کې د ازبکستان پر همکارۍ، په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د دواړو هېوادونو له ملي پولي واحدونو څخه پر استفادې، په سرحد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي سیسټمونو پر ژر وصل، د ګډ بازار لپاره د توکو په انتقال کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د افغان سوداګرو پر وړاندې د سوداګریزو اجازه نامو له منځه وړلو، هغوی ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د سهولتونو پر رامنځته کولو، له ازبکستان سره د هایدرو کاربونونو او کانونو په برخه کې د شویو توافقنامو پر عملي پيل باندې ټینګار کړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز له ازبکستاني لوري څخه غوښتي دي چې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي او افغان – ټرانس پروژې عملي چارې ژر پيل کړي او ډاډ یې ورکړی چې اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ملا برادر اخوند ازبکستاني پانګه وال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته رابللي او هغوی ته یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال هم، په یادو برخو کې د ازبکستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي دي چې تاشکند په ټولو اقتصادي برخو کې له کابل سره د ګډ کار کولو لېوالتیا لري.
د یادونې وړ ده چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، د کانونو او صنعت په برخه کې د پانګونې، په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا او جوړولو، بانکي همکاریو او یوشمېر نورو اقتصادي برخو کې به د دواړو لورو تخنیکي کمېټې خپل کار ته دوام ورکړي.