اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

کابلوف: په افغانستان کې د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو کې کوم پرمختګ نه دی شوی

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیې په افغانستان کې د طا-لبانو د سخت دریځو په رسمیت پېژندلو کې پرمختګ نه دی کړی.

کابلوف پرون TASS ته وویل: نه، هیڅ بدلون نه دی راغلی. موږ په هره ممکنه کچه څو ځله د دې په اړه خبرې کړې دي.

ده همداراز زیاته کړه: روسیه اوس مهال د افغانستان په اړه له امریکا سره هیڅ ډول اړیکي نه لري.

دغه ډيپلومات چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دويمې اسيايي څانګې مسوول هم دى، ويلي دي: نه، روسيه هېڅ ډول اړيکې نه ساتي.

کابلوف مخکې ویلي و چې روسیه به د افغانستان په اړه له چین، ایران او پاکستان سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا