Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسيسیمه

کابلوف: موږ د دا/عش په ځپلو کې له طا-لبانو سره امنیتي همکارۍ پراخوو

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو چمتو دی چې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې له طا-لبانو سره همکاري پراخه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي له رشیا-۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، مسکو پلان لري چې له طا-لبانو سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پراخې کړي.

کابلوف: «موږ هیله لرو چې نه یوازې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې، بلکې د قانون د پلي کوونکو ادارو ترمنځ د اړیکو په برخه کې هم همکاري وکړو او د افغانستان د قانون پلي کوونکو ادارو ظرفیتونه پیاوړي کړو، څو د نړیوالو تروریستي سازمانونو په ځپلو کې لا زیات بریالي شي».

د روسیې دیپلومات په وینا، سرپرست چارواکي «د داعش د ځپلو او له منځه وړلو لپاره چې په افغانستان کې رامنځ ته شوي د رښتیني امکاناتو په پام کې نیولو سره هیڅ ډول هڅې نه سپموي».

هغه زیاته کړه: دوی (طا-لبانو) ډیر څه ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار اعلان کړی چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button