کابلوف: زه فکر کوم دا امکان نه لري چې طا-لبان به د حماس او اسرائیلو ترمنځ په شخړه کې لاسوهنه وکړي
ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، امکان نه لري چې طا-لبان به د حماس په څنګ کې له اسرائیلي رژیم سره د فلسطیني مقاومت په جګړه کې لاسوهنه وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن دوشنبه (۱۷ میزان) وویل، مسکو باور نهلري چې طا-لبان دې د فلسطین او اسرائیلو په جګړه کې د حماس غورځنګ د مداخلې او ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې ولري.
یو شمېر نړیوالو رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی و، چې ښایي طا-لبان د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ په اوږدمهاله جګړه کې له حماس سره یوځای شي.
کله چې د دا ډول راپورونو په اړه وپوښتل شول، کابلوف ځواب ورکړ، «بلکل نه» او زیاته یې کړه چې غلط معلومات د «د احساساتي خپګان» پایله وه.
د روسیې استازي ویلي دي: طا-لبان په ښکاره دلایلو له فلسطینیانو سره خواخوږي لري. مګر هر څه چې ما په رسنیو کې ولیدل او لوستل یې بې بنسټه او جعلي دي.