اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستنړۍ

کابلوف: د مسکو شپږمه غونډه به په تهران کې تر سره شې

دید خبرې آژانس: په افغانستان چارو کې د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف په تهران کې د مسکو د شپږمې دورې غونډې د جوړیدو اعلان وکړ. په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي به ګډون وکړي.

د تاس د خبر له مخې، ضمیر کابلوف وویل، چې دا غونډه د شنبې په ورځ «د جوزا په ۱۹» کې د ایران په تهران کې جوړیږی.

هغه زیاته کړه؛ په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي ګډون وکړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د روسیې استازي د طا-لبانو له استازو سره په دوحه کې د درېیمې ناستې د چمتووالي په اړه هم خبرې کړې دي.

د مسکو پنځمه غونډه د ۱۴۰۲ کال د میزان په میاشت کې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه، چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی هم په کې حضور درلود.

په دې ناسته کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازو له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د یوه جامع حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا