اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

کابلوف د ذبیح الله مجاهد ادعا رد کړه

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د روسیې استازي د طا-لب ویاند وروستۍ ادعا رد کړې چې ګواکې مسکو او ځینې هېوادونه پر طا-لبانو د اقتصادي بندیزونو لرې کولو ته ژمن دي.

ضمیر کابلوف افغانستان انټرنشنل ته ویلي، «روسیې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو هوکړه نه ده کړې.»

تر دې مخکې ذبیح الله مجاهد؛ د طا-لبانو ویاند په خپل ایکس پاڼه لیکلي و چې د دوحې په غونډه کې «ژمنه شوې وه چې پر اقتصادي او بانکي برخو کې بندیزونه به لرې شي.»

ښاغلي مجاهد د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو د سازمان دریځونه د «ستاینې وړ» وبلل.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ډانټي پټېل ​​د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دی نه پوهېږي چې امریکا د دوحې په غونډه کې پر طا-لبانو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو د ملاتړ ژمنه کړې.

ښاغلي پټېل ​​پر طا-لبانو باندې د بانکدارۍ بندیزونه د ښځو د حقونو په وړاندې د هغوی د «وحشیانه» کړنو له امله وبلل.

د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند څرګنده کړه چې که څه هم طا-لبان د بندیزونو په اړه شکایت کوي، خو دوی د امریکا د خزانې وزارت، مرستندویه ادارو او ځینو شرکتونو ته اجازه ورکړې چې د افغانانو د ملاتړ لپاره په خپلواک ډول عمل لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا